د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
سید جمال الدین افغاني پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا ، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
د کرهنې پوهنځی؛
•اقتصاد او کرنیزې پراختيا ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۹/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۹/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.