د شیخ زاید پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
شیخ زاید پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د اقتصاد پوهنځی؛
•مالی او بانکي ډیپارټمنټ (۲) بسته.
* ملي اقتصاد ډیپارټمنټ (۱) بست.
د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
•معلوماتي سیسټمونو ډیپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۶/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر۴/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.