د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بست خبرتیا !
Closing Date
نیمروز لوړو زده کړو مؤسسه بیاځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
د کرنې پوهنځی؛
• اګرانومي ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۶/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۵/۴/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد مؤسسه لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.