د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا!
Closing Date
کابل پولي تخنیک پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسترۍ په کچه علمي کادرو ته اړتیا لري.
د الکترومیخانیک پوهنځی؛
• اټومیخانیک انجنیري ډیپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۶/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۵/۴/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.