د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند حفظه الله د هېواد تحصیلي نظام پر کیفیت لوړونه، د تدریس ښه والي، اصلاحاتو راوستلو، د لوړو زده کړو پر پرمختګ او پراختیا ټینګار وکړ.
محترم رئیس الوزراء صاحب حفظه الله په یاده غونډه کې د استادانو او علماء کرامو دنده مقدسه وبلله، مننه یې ترې وکړه، په تحصیلي نظام کې اصلاحاتو راوستلو ته یې وهڅول او ورته ویې ویل: «ستاسو دنده، چې تدریس او د ځوانانو روزنه ده، جاریه صدقه او تر ټولو غوره دنده ده.»
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له محترم رئیس الوزراء صاحب څخه مننه وکړه چې لوړو زده کړو وزارت ته یې تشریف راوړ او ویې ویل چې د محترم رئیس الوزراء صاحب او د ا.ا.ا نورو مشرانو مسؤلینو له لوري زموږ ارزونه او هڅونه موږ ته د لا ښه خدمت انرژي راکوي.
دغه راز په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئيس مفتي عبدالرؤف فراهي او د زابل ولایت علماوو شورا مرستیال شیخ مولوي عبدالقدوس ابو المبارک په تدریسي بهیر کې د دیني ارزښتونو او نویو پرمختګونو پر مراعاتولو خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا رئیس الوزراء صاحب حفظه الله د کابل پوهنتون یو شمېر برخو څخه لیدنه وکړه.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د صفرالمظفر ۲۴مه
۱۴۰۴هـ.ش، د اسد ۲۷مه
۲۰۲۵م، د اګېست ۱۸مه