د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار وکړي او په ډېر اخلاص د افغانستان د ودانولو هڅه وکړي.
محترم شیخ صاحب محصلینو ته وویل چې د ا.ا.ا ژمن دی چې د خپلو ځوانانو لپاره د زده کړو اسانیتاوې او کار زمینه برابره کړي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر د اسد ۲۴مې، فتحې ورځې ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان په جهاد کې ټولو افغانانو ونډې اخیستې، موږ د جهاد په ډګر کې کامیاب شوي یو او اوس د خدمت کولو امحتان سره مخ یو.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر د یاد سفر پر مهال د بامیان پوهنتون داخلي سړکونو، احاطوي دېوال، د لیلیې سولر سیستم او کانتین پروژې هم افتتاح کړې.
نټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د صفرالمظفر ۲۲مه
۱۴۰۴هـ.ش، د زمري ۲۵مه
۲۰۲۵م، د اګېسټ ۱۶مه