د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د تخار او سمنګان پوهنتونونو ارزونه پیل کړه

یاد پلاوی به د خپلې ارزونې په ترڅ کې د تخار پوهنتون د اعتبار ورکولو درېیمې مرحلې او همدا راز د سمنګان پوهنتون دویمې مرحلې ارزونې په موخه د یادو پوهنتونونو د علمي، اداري او تدریسي اسنادو، پلانونو، د مرکزي او فرعي کمېټو فعالیتونو او نورو بېلا بېلو اسنادو بیاکتنه او تحلیل په دقیق او مسلکي ډول ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست دغه تخصصي پلاوی له استادانو او د تضمین کیفیت له متخصصینو جوړ شوی، چې د دغو پوهنتونونو هر اړخیزه ارزونه به وکړي.