د لوړو زده کړو ښوونیز مدیریتي سیسټم (HELMS) د جلالتمآب جمهور رئيس لخوا په رسمي توګه پرانستل شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۷ - ۱۵:۷
b

په هغه ناسته کې چې په همدې تړاو د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شوه جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني،د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه او استادانو څخه چې په لږه موده او کم لګښت یې وکولای شول آنلاین ښوونیز سیسټم چمتو کړي مننه وکړه او ویې ویل: نن په افغانستان کې د ډیجیټلي تعلیم، تحصیل او اقتصاد لپاره یو فکري او تولیدي روښانه ظرفیت رامنځته شوی او موږ يې شاهدان یو.

جلالتمآب جمهور رئیس زیاته کړه: «نن لومړنی خو یو لوی قدم اوچت شوی دی او ښه راغلاست ورته وایو خو موږ منتظر پاتې کیدای نشو؛ ځکه دې ته په واضحه توګه اړتیا لرو چې د ډیجیټلي تعلیم، ډیجیټلي خدمتونو او ډیجیټلي حکومتولۍ په لورې اساسي ګامونه اوچت کړو او نویو پوهنیزو لارو څخه ګټه پورته کړو.»

جلالتمآب محمد اشرف غني وویل: «تر دې دمخه زموږ تحصیلي نظام معیاري او متوازن نه و خو نن ورځ دادی د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د ښه مدیریت او د ګرانو استادانو د زحمتونو له برکته د متوازنو زده کړو زمینه برابره شوې ده او زموږ محصلان په ټول هیواد کې په دې توانیدلي دي چې هغو درسي توکو ته چې په کابل کې لاسرسی ورته کیږي د هیواد په نورو برخو کې هم یو شان لاسرسی ورته ولري.»

جلالتمآب ولسمشر هغو زده کړه ېیزو فُرصتونو ته په اشارې سره چې په تیرو څلورو لسېزو کې موجود نه وو، وویل چې زموږ استادان او محصلان باید له دغه فُرصت څخه لویه ګټه پورته کړي او ټولې تحصیلي او تعلیمي څانګې دې له خپلو منسجمو، مرتبو او منظمو اقداماتو سره دغه پروسه تعقیب او تطبیق کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د یادې پروسې په تړاو د جمهوري ریاست د عالي مقام له ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: «نن د هیواد د لوړو زده کړو په تاريخ کې یوه ډېره مهمه او تاریخي ورځ ده چې د آنلاین زده کړو سیسټم په تطبیقولو سره، د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې د الیکټرونیکي زده کړو بنسټ په رسمې بڼه اېښودل کیږي.»

هغه زیاته کړه، چې لوړو زده کړو وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د لومړنۍ پېښې له ثبت سره سم د ښوونیزو بدیلونو په اړه خپل کار پیل کړ او غوښتل یې چې یاده ستونزه په یو ښه فُرصت بدله کړي، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل پوهنتون استادانو په همت د لوړو زده کړو په ښوونیز سیسټم یې کار پیل کړ او له نیکمرغه دغه سیسټم د جلالتمآب ولسمشر لخوا حمایه او د ا.ا.ج. کابینې لخوا تصویب شو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد سیسټم او هغو فعالیتونو په اړه چې په دې برخه کې تر سره شوي وویل: ددغه سیسټم د تطبیق په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د ټولو دولتي تحصیلي بنسټونو او ۲۰ خصوصي تحصیلي بنسټونو تر منځ هکړه ليکونه لاسلیک شوي دي، د الیکټرونیکي زده کړو لایحه بشپړه شوې او ددغه سیسټم پښتو او دري ژبو ته د اړولو په موخه یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې ده، ددې تر څنګ له یاد سیسټم څخه څارنه او اروزنه په ښه دقت او آسانتیا سره تر سره کیدای شي او د هر استاد او شاګرد لپاره ځانګړې آیډي ګانې په نظر کې نیول شوې دي.

د پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په خبره، د انټرنټ د بیو راټیټولو په برخه کې له مخابراتو وزارت او اترا ادارې سره خبرې شوې دي هیله مند یو چې څومره ژر کیدای شي پایلې یې له ولس سره شریکې کړای شي.

وروسته د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي خبرې وکړې او ويې ویل، د ۲۱ پېړۍ ټکنالوژي په ځانګړي ډول په تعلیمي او تحصیلي برخو کې متفاوته ده. اوسمهال آنلاین تدریس له حضوري تدریس څخه اغېزناک ثابت شوی دی.
قیومي زیاته کړه، د الکټرونیکي سیسټم له لارې په لوړو زده کړو سره استادان او محصلان کولای شي د خپلو فعالیتونو پایلې د نړۍ د نورو هیوادونو له استادانو او محصلینو سره پرتله کړي.

په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي هم خبرې وکړې او د لوړو زده کړو د ښوونیز مدیریت سیسټم پرانېسته یې د هیواد په تحصیلي سکټور او د تحصیلي نظام د ډيجیټلي کیدو په لاره کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر وویل چې د انټرنیټ د بیو د را ټیټولو په برخه کې مو له مخابراتي شرکتونو سره خبرې کړې دي او په یو داسې سیسټم چې انټرنیټ ته اړتیا ونلري هم کار جریان لري.

د یادولو وړ ده چې تر دامهاله ۳۸ دولتي او ۱۱خصوصي پوهنتونونه او په ټوله کې (۱۴۷۵۸۹) تنه محصلان د (HELMS) په سیسټم کې راجسټر شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به د هېواد ټول پوهنتونونه وکولی شي په عملي توګه له دغه سیسټم څخه ګټه پورته کړي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۲۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون ۱۵۰۰ تنه محصلینو د «تعلیم الاسلام کتاب» سیالۍ کې ګډون وکړ . 


یاده سیالي چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت جوړه شوې وه، د پرانیستې په مراسمو کې د یاد پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د محصلینو د تخصصي زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۸:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست «د دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ» تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار د عاليقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله په مهمو ویناوو او توصیو سره پای ته ورسېد.


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست رئیسانو، مرستیالانو او استادانو لپاره «د دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ» تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار د شنبي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۳:۵۷
Background image

د کندهار پوهنتون ۳۰۰ محصلینو د سیرت النبي ﷺ په سیالۍ کې برخه واخیسته. 


د کندهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو امریت له لوري د دعوت او ارشاد امریت په همغږۍ په کندهار پوهنتون کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژوند، اخلاقو او کردار سره د محصلینو اشنا کولو او. . .

BACK TO NEWS