د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کنړ له والي سره ولیدل

Azizorayakhel.admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۱:۲۹
ش

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د کنړ له والي سره ولیدل

په دې لیدنه کې د کنړ والي محمد اقبال سعید د دغه ولایت تحصیلي وضعیت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په ترڅ کې، د کنړ سید جمال الدین پوهنتون لپاره د نویو پوهنځیو جوړولو، تشکیل زیاتولو، تدریسي او اداري تعمیرونو، لابراتوارونو او د علمي څیړنیز مرکز جوړولو او همدارنګه د پوهنتون د پراختیا لپاره د ځمکې د ځانګړي کولو موضوع په اړه خپلې غوښتنې او وړاندېزونو مطرح کړل او په مختلفو برخو کې یې د لوړو زده کړو وزارت پر وروستیو فعالیتونو او پروګرامونو خوښي څرګنده کړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د کنړ ولایت د تحصیلي وضعیت د راپور او د یاد پوهنتون د غوښتنو، اړتیاوو او ستونزو د اوریدلو څخه وروسته؛ د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي پروګرامونو او پلانونو په اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت د هیواد د تحصیلي بنسټونو د اړتیاوو پوره کولو او هغو ته د لاسرسي په لارو چارو کې، د متوازنې پراختیایي پالیسۍ، بودیجوي آسانتیاوو او اولویت بندۍ ته په کتو؛ خپل پروګرامونه یو په بل پسي پلې کوي.

نوموړي د کنړ سید جمال الدین افغان پوهنتون اړتیاوو په اړه د یاد ولایت له والي څخه وغوښتل چې د خپلو اړتیاوو لیست د یاد پوهنتون له مسوولینو سره په همکارۍ په واضح او دقیقه توګه چمتو کړي او د لوړو زده کړو وزارت په واک کې یې ورکړي تر څو هغه ته رسیدګي وشي.

د یادونې وړ ده چې د کنړ سید جمال الدین افغان پوهنتون اوس مهال ۵ پوهنځي، ۲۰ ډیپارټمنټونه، ۹۳ تنه استادان او ۳۰۲۴ تنه محصلین لري.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون، طب پوهنځي او تدریسي روغتون له استادانو او ډاکټرانو سره د کتنې ترڅنګ د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه لیدنه وکړه.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه د لیدنې سربېره د کندهار پوهنتون، طب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۸:۱۶
Background image

د هېواد د تحصیلي  بنسټونو د کرنې څانګې لېسانس برنامو د لومړي پړاو لومړي ګروپ کلسټر پای ته ورسېد.

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کرنې د لېسانس برنامو د ۱۲ څانګو لومړی پړاو لومړی ګروپ کلسټر  د کرنې پوهنځیو د رئیسانو، د څانګو امرینو، استادانو او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او. . .

BACK TO NEWS