د لوړو زده کړو وزارت د وړکتون د وضعيت د ښه والي له پاره نوي تدابير ونيول شول

دغه تدابير له هغې وروسته ونيول شول چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچينو رييس او د جندر امر له دې وړکتون ليدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچينو رييس محمد مصطفی يونس زاد، د وړکتون د روزنيزو پروګرامونو، ماشومانو ته د مشخص يونيفورم، د دوی د خوړو په مينو کې بدلون، د ښوونکو او صفاکارانو اکمال او همداراز يې په دې وړکتون کې د مراقبت د پرلپسې سېستم د جوړولو ژمنه ورکړه.
همداراز د لوړو زده کړو وزارت د جندر امر وويل چې په دې اړه به سبا ورځ د دې وړکتون د ماشومانو له ميندو سره غونډه ولري چې د ماشومانو د وضعيت د ښه والي له پاره به يې نظرونه او غوښتنې ډېر ژر واوري څو په دې برخه کې لازم اقدامات وشي.
د یادولو وړ ده چې په دې وړکتون کې د ۲۱ په شاوخوا کې ماشومان شامل دي چې د ۶ تنو ښوونکو له لوري تر روزنه او پالنه لاندې دي.