د کارکوونکو د پانګې د ارزونې او ثبت د طريقې د کار په اړه ورکشاپ ورکړل جوړ شو

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۰:۵۸
a

د کارکوونکو د شتمنیو د ثبت او بیاکتنې کارِي پوهاوي ورکولو ورکشاپ نن د لوړو زده کړو وزارت کې جوړ شوو.

دغه ورکشاپ چې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د شتمنیو د ثبت ریاست او لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو د ریاست په همغږۍ جوړشو، پکې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش، د چارو د ادارې د شتمنیو د ثبت او پلټنې رئیس، د لوړو زده کړو وزارت رئیسانو او کارکوونکو او د مرکز د څلورو پوهنتونونومسئولینو ګډون درلود.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د لومړۍ رتبې څخه تر شپږمې رتبې پورې د کارمندانو د شتمنیو د ثبت او بیاکتنې پروسه د روڼوالي ، حساب ورکونې او ښې حکومتولۍ د تامین لپاره غوره ګام وباله، د دولتي کارمندانو د شتمنیو د ثبت پروسې اهمیت ته په اشاره يې ډاډ څرګند کړ چې یاده پروسه په منظمه ډول د ټاکلي شوي وخت په پام کې نیولو سره سم په لوړو زده کړو وزارت کې بشپړ شي.

همدا رنګه د چارو د ادارې د شتمنیو د ثبت او بیاکتنې رئیس عبدالودود بشریار د دې ادارې د موخو او پلانو په اړه کارکوونکو ته معلومات ورکړل، ويې ویل " د شتمنیو ثبت د فساد ، بې عدالتۍ سره د مبارزې او ملت ته د ځواب ویلو د فرهنګ بنسټیز کولو لپاره یوه غوره وسیله ده."

وروسته ګډونوالو ته د شتمنیو د ثبت فورمو د ډکولو د څرنګوالي او د شتمنیو د ثبت آنلاین سیستم معرفي کولو په اړه پریزینټشنونه وړاندې شول .

د ورکشاپ په پای کې د شتمنیو د ثبت د څرنګوالي په اړه د ګډونوالو مطرح شوو پوښتنو ته ځواب وویل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS