د جوزجان پوهنتون علمي معاون د جمهوري ترکیې له سرقنسل سره وکتل

baqir_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۰:۴۷
g

د جوزجان پوهنتون علمي معاون په مزار کې  مېشت د ترکیې هیواد د سرقنسل سره په لیدنه کې، د جوزجان پوهنتون سره دهغه هېواد  د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د جوزجان پوهنتون علمي مرستیالې پوهندوی سهیلا حیدري او د ترکیې هیواد سرقنسل سمیع لطفي تورګروت  په پېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې، چې د ترکیې هیواد د معتبرو پوهنتونونو له خوا د جوزجان پوهنتون سره د همکارۍ د تفاهم لیک لاسلیک، د جوزجان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د لابراتوارونو د مجهز کولو په موخه د ترکيې د پوهنتونو او نورو بنسټونو د توجه جلبول، د ترکلوژي د څانګې څخه پوره ملاتړ او د ترک استادانو په ذریعه د دې څانګې محصلانو ته تدریس کول،طراحي او د معقولو برنامو پر لاره اچول، د امتیازاتو د اخستلو اود  انجنیري او ساینس د نړیوالو سیمو د ژورنال د نشر په پار د مالي لګښتونو مسئولیت اخستل، ترکیې هېواد ته د دې تحصیلي بنسټ د رهبرۍ د پلاوي لیږل  او نورو مواردو په اړه خبرې وشوې.

د دوست هېواد ترکیې سرقنسل ژمنه وکړه چې مطرح شوي موضوعات به له اړوند مقاماتو سره  په ترکیه کې شریکوي او د تطبیق لپاره به يې له هیڅ راز هڅو سپما نکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS