د لوړو زده کړو وزارت د 1399 کال لاسته راوړنې د دې وزارت د رهبري پلاوي له خوا ارايه شوې
د لوړو زده کړو وزارت «دولت، ملت ته د ځواب ورکولو» په پروګرام کې چې د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو په مرکز کې جوړ شوی و، د ۱۳۹۹لمریز کال کړنې او لاسته راوړنې، د دې وزارت د وزير، د علمي او مالي او اداري معينانو له لوري د خبریالانو په حضور کې وړاندې شوې.
په دې کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير، د دې وزرات لاسته راوړنې، پروګرامونه او کاري فعاليتونه په څلورو اساسي محورونو، څېړنيزو او علمي چارو، محصلينو، مالي او اداري او د دې وزارت په راتلونکو پروګرامونو کې توضېح او تشرېح کړې.
ډاکټر عباس بصير د دې وزارت د علمي او څېړنيزو پروګرامونو په اړه وويل، د ۱۳۹۹لمریز کال په بهير کې د کرونا ويروس له ناروغۍ سره سره، د ۱۶۵عنوانه تحصيلي نصاب له ډلې څخه يې ۶۵ له بياکتنې وروسته چاپ او د دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو په واک کې ورکړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې په دې موده کې ۵۲ تقنيني سندونه، ۳ دولتي او ۲ خصوصي تحصيلي بنسټونو ته د باور ورکولو د سندونو وېش، د شپنيو پروګرامونو د ۱۲ پروګرامونو جوړول، د ۳۴پوهنځيو جوړول، له بهرنيو بنسټونو سره د هوکړه ليکونو، قراردادونو او پروتوکولونو د ياددښتونو د ۹۷مسودو جوړول، ۶۰۰تنه په بېلابېلو تحصيلي بورسونو کې لېږل او د علمي کادري غړو د ۶۰۰تنو د څېړنيز پروپوزل ارزونه او راټولونه چې دا لاسته راوړنې په علمي برخو کې دي.
ډاکټر بصير د هغو فعاليتونو په برخه کې چې د محصلينو د ښه والي په برخه کې ترسره شوي دي وويل، د ۵۵زره تحصيلي سندونو ترسره کول چې په دولتي، خصوصي او له هېواده بهر بنسټونو په اړه دي، د مسلکي، تخصصي او تحصيلي سندونو د ارزونې کميسيون، د وړتیاوو د تثبيت څانګې جوړول، د تخصصي او مسلکي اسنادو د معادلت او ارزونې د کميسيون جوړول او د وړتیاوو د تثبيت چوکاټ جوړول ترسره شوي دي او دا پروګرامونه د محصلينو چارو د لاښه کېدو له پاره ادامه لري.
د لوړو زده کړو وزير د وزارت د بوديجې د مصرف په اړه وويل: «د لوړو زده کړو وزارت په ۱۳۹۹لمریز کال په معقول او شفاف ډول خپله ۹۹سلنه عالي او ۸۰سلنه پراختيايي بوديجه لګولې ده».
نوموړي د ساختماني او نورو زېربنايي پروژو په اړه وويل چې په تحصيلي بنسټوو کې ۱۷ساختماني پروژې ګټه اخيستنې ته وسپارل شوې، د اداري سېسټمونو د برېښنايي کولو د کمېټې جوړول، د پروژو د برېښنايي کولو په اړه د يوه ډيټابيس جوړول، د بورسيو د مديريت سېسټم برېښنايي کول او د اداري سېسټمونو د ډېرو برخو د برېښنايي کولو چارې ترسره شوې دي.
ډاکټر عباس بصير همداراز د دې وزارت د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل، د بشري سرچينو د وړتیا لوړولو او پوهنتونونه په معلوماتي تکنالوژي سېسټم سمبالول، په هېواد کې تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو له پاره د بهرنيو پوهنتونونو هڅول، د انلاين زده کړو پياوړي کول، د نوښتونو او څېړنو د معينيت جوړول، د مالي خپلواکۍ د بهير بشپړول، د وزارت د کړنو د ارزونو او څارنې د پلان پلي کول، له پوهنتونونو د څارنې سېسټم او يو لړ نورو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
ډاکټر عباس بصير وويل له دې حالت څخه د وتلو له پاره چې د محصل زده کړې په څېړنه ولاړې وي او له داسې عصري لارو کار واخلي چې د کار په بازار کې ځواب ورکړای شي او د محصل په وجود کې انتقادي تفکر او خلاقيت وده وکړي، يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
همداراز په دې خبري کنفرانس کې پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د علمي برخو د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل، د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو په اړه يې د پوښتنې په ځواب کې، ياد پوهنتون د افغانستان له پاره لويه لاسته راوړنه وباله، زياته يې کړه چې دا پوهنتون په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د سازمان له لوري په نړيوالو معيارونو سره جوړېږي چې په لومړي پړاو کې به په ۹پوهنځيو کې په نړيوالو معيارونو سره د ۱۰زره محصلينو د جذب وړتیا ولري.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين نوراحمد دورېش د مالي برخې د پروګرامونو او لاسته راوړنو په اړه وويل، د لومړي ځل له پاره يې له خپلې پراختيايي بوديجې څخه د ۱۰۰ تنو استادانو له پاره له اړتیا سره سم د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې اسانتیا برابره کړې ده.
نوموړي همداراز په ۱۴۰۰لمریز کال کې د مراجعينو د کارونو د چټکتيا او اسانتیا له پاره د عامه خدمتونو تر نوم لاندې د يوه مرکز د جوړولو خبر ورکړ، زیاته يې کړه چې د دې رياست په جوړولو سره به مراجعينو ته د خدمتونو وړاندې کول چټک شي. د خبري کنفرانس په پای کې د لوړو زده کړو رهبري د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ورکړ.