په ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو (OBE-SCL) د تدریسي تګلارو د زده کړې ورکشاپ پیل شو

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۸:۵۳
g

یاد ورکشاپ چې د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) په نوښت جوړ شوی او دوې اوونۍ به دوام وکړي، د سپین غر لوړو زده کړو موسسې ۱۵ استادان په کې برخه لري.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل:" ننګرهار پوهنتون د هېواد د دویم ستر پوهنیز او اکاډمیک مرکز په توګه خپله دنده او مسؤلیت ګڼي چې د نویو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره اکاډمیکه مرسته او همکاري وکړي."

نوموړي زیاته کړه:" ننګرهار پوهنتون د سپین غر لوړو زده کړو موسسې سره د ګډو همکاریو د هوکړه لیک پر بنسټ ژمن دی چې د یاد پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره بېلابېلو برخو کې روزنیز کورسونه جوړ کړي."

پوهاند بهسودوال د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو پر اړتیا او ارزښت وینا وکړه او له ګډونوالو استادانو یې وغوښتل، چې په فعال ګډون سره د ورکشاپ له مطالبو ګټه پورته کړي او د اړوندو پوهنځیو له نورو استادانو سره يې هم شریک کړي.

په دې ورکشاپ کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز آمر پوهنیار محمد مالیار رحماني نور ویناوال وو چې د ورکشاپ د منځپانګې په اړه یې استادانو ته معلومات ورکړل.

د سپین غر خصوصي لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر سبحان الله حمیدي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه، چې تل یې د دوی معنوي او اکاډمیک لاسنیوی کړی او په راتلونکي کې یې هم د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ د روزنې چارې د دوو مسلکي روزونکو پوهنمل دوکتور مسعود موحد او پوهنمل جاوید صاحبزاده له خوا مخته وړل کېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون، طب پوهنځي او تدریسي روغتون له استادانو او ډاکټرانو سره د کتنې ترڅنګ د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه لیدنه وکړه.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه د لیدنې سربېره د کندهار پوهنتون، طب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۸:۱۶
Background image

د هېواد د تحصیلي  بنسټونو د کرنې څانګې لېسانس برنامو د لومړي پړاو لومړي ګروپ کلسټر پای ته ورسېد.

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کرنې د لېسانس برنامو د ۱۲ څانګو لومړی پړاو لومړی ګروپ کلسټر  د کرنې پوهنځیو د رئیسانو، د څانګو امرینو، استادانو او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او. . .

BACK TO NEWS