د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه
د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو له تشکیلاتي جوړښت څخه د بیاکتنې کمېټې غونډه نن د همدې وزارت د مالي او اداري معین په مشرۍ جوړه شوه.
د یادې کمېټې د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په دې اړه وغږېده او ویې ویل چې تر دې دمه د دغه وزارت د زیات شمېر مرکزي ادارو تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې د غړو د بیاکتنې او کارپوهنې وروسته بشپړ شوی دی. نوموړي د بشري سرچینو ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هغو ریاستونو له مسوولینو سره کار وکړي چې تر اوسه د دوی د تشکیلاتي جوړښت بیاکتنه نه ده شوې او راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.
ورپسې له اجنډا سره سم د استادانو د ګومارنې او علمي ترفیعاتو ریاست، څېړنو او نوښتونو ریاست او د مقام د دفتر د ریاستونو د تشکیل پر طرحو بحث او خبرې وشوي او د لازمو اصلاحاتو وروسته تایید شوې.
همدارنګه په یاده غونډه کې د مالي او محاسبې، کورنۍ پلټنې او حقوقي سلا ریاست د تشکیلاتې جوړښت طرحه هم وړاندې شوه چې د کمېټې د غړو له تخنیکي بحثونو وروسته د لا غور او کارپوهنې لپاره راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه.