د لوړو زده کړو وزیر د مصر له سفیر سره وکتل

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۵:۳
g

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په کابل کې د مصر له سفیر احمد اسماعیل عثمان سره د لیدنې پر مهال د اکاډمیکو همکاریو او د هغه هېواد تحصیلي بورسونو د پروسې د بشپړېدو او قبولۍ د اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې چې د بهرنیو اړیکو او بورسونو تنظیم رییس پوهندوی دوکتور نور احمد اخوندزاده او د لوړو زده کړو وزیر سلاکار عباس عظیمي هم و، د لوړو زده کړو وزیر د مصر سفیر ته هرکلی ووایه او دغه هېواد یې د افغانستان پخوانی ملګری یاد کړ.

هغه د لوړو زده کړو وزارت پرمختیایي پروګرامونو په ځانګړي ډول د روزنې محور څخه د څېړنې محور ته د افغانستان تحصیلی سکټور د نظام بدلولو په اړه معلومات وړاندې کړل او د مصر د تحصیلي خدمتونو د کچې لوړوالي ته په اشارې سره یې په دې برخه کې د هغوی د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

دوکتور عباس بصیر هغه هوکړه لیک ته اشاره وکړه چې څلور لسیزي پخوا د سردار داوود خان د جمهوري ریاست پر مهال چې پر بنسټ به یې هر کال د افغانستان ۱۲ ځوانان د لوړو زده کړو په پار قاهرې ته تلل، د هغه هوکړه لیک د بیا پلي کولو غوښتنه یې وکړه. هغه همدارنګه د ۱۰۰ تحصیلي بورسونو له امله چې افغانستان ته یې په واک کې ورکړي مننه وکړه او د دغو بورسونو د زیاتېدو غوښتنه یې وکړه.

د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د څېړنیزو مرکزونو زیاتول او لابراتوارونو تجهیز، د تحصیلي بورسونو د نوماندانو د قبولۍ په برخه کې اسانتیاوې، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو تر منځ همکاري، برابري او د افغانستان ټولو پوهنتونونو د تحصیلي اسنادو پېژندل او همدارنګه له یو بل سره د تجربو شریکول هغه موضوعات وو، چې په اړه یې د لوړو زده کړو وزیر د مصر همکاري وغوښته.

همدارنګه د مصر سفیر احمد اسماعیل عثمان د دواړو هېوادونو د اوږدې ملګرتیا په اړه خبرې وکړې او د مقابل جانب حسن نیت ته په کتو یې د لوړو زده کړو وزیر له وړاندیزونو ملاتړ وکړ او د وړاندې شوو وړاندیزونو په اړه یې د هر ډول همکارۍ ټټر وواهه.

هغه د لوړو زده کړو له وزیر څخه وغوښتل چې د لوړو زده کړو وزارت اړتیاوې د یوې وړاندیز له لارې په کابل کې د مصر سفارت ته وسپاري چې وروسته د هغه هېواد چارواکو ته وړاندې شي.

په دغه ناسته کې دواړو اړخونو د لوړو زده کړو پروګرامونو د ښو پلي کولو او د دغه سکټور د ځواکمنېدو په پار پر دوامداره اړیکو ټینګار وکړ.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۳۹
Background image

له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د ماسټرۍ او لیسانس په کچه ۷۵۹ انجنیران فارغ شول.


په یاده غونډه کې چې د ا.ا.ا لوړو پوړو مسولینو ګډون کړی وو، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د ا.ا.ا په مختلفو برخو کې مسلکي کادرونو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۴:۰
Background image

پوهنتون اسلامی بین المللی افغان سیمینار هفت روزه را تحت نام (تحقیق علوم شرعی و نوشتن مقاله های علمی) دایر کرد.


سیمینار یاد شده با حضور داشت دوکتور لطف الله خیر خواه معین علمی وزارت تحصیلات عالی و سرپرست پوهنتون اسلامی بین المللی افغان، هیئت رهبری پوهنتون و استادان با همکاری مشترک معاونیت های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۸
Background image

د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون د (اسلامي علومو څېړنه او د علمي مقالو لیکل) تر نامه لاندې اوه ورځنی سمینار جوړ کړ.


یاد سمینار د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د رئیس ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه، د پوهنتون رهبري پلاوي او د استادانو په ګډون د څېړنیزو مرستیالانو او. . .

BACK TO NEWS