د لوړو زده کړو وزیر د دغه وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو سره د اختر مبارکي وکړه
په اصولو او مقرراتو درېدل او له مراجعینو سره غوره چلند د ملکي خدمتونو د یوې ادارې د هر مامور اساسي مکلفیت دی او اړینه ده چې پام ورته وشي.
دغه ټکی د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د لوی اختر له رخصتۍ وروسته په لومړۍ کاري ورځ د وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ پر مهال څرګند کړ.
د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې چې د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو بدرګه کاوه، د دغه وزارت مرکزي ادارو له کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلې دندې د روغتیایي تدابیرو په پام کې نیولو او همدارنګه د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې په سمه توګه ترسره کړي.
هغه همدارنګه په حاضرۍ درېدل، د ادارې په نظم او ډسپلین کې غور، له مراجعینو سره غوره چلند او د کاري چاپېریال پاکۍ او زرغونوالي د مسوولیت منونکو کارکوونکو نښه وبلله او هغوی یې ورته وهڅول.
د یادلو ده چې لوړو زده کړو وزیر د لوی اختر په ورځو کې هم د کادري روغتونونو ناروغانو پوښتنې ته ورغلی و، د اختر مبارکۍ تر څنګ یې د دغو روغتونونو موظفو ډاکټرانو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو سپارښتنې وکړې.