د کابینې کلتوري کمېټې ناسته وشوه
د کابینې کلتوري کمېټې ناسته د د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د همدې کمېټې رییس په ریاست د ګلخانې په ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ۲۰۲۰ کال جینوا کانفرانس تعهداتو عمل پلان رښتینوالي په هکله د کلتوري کمېټو غړیو ادارو د فعالیتونو راپور د اړوندو ادارو استازو لخوا وړاندې شو.
لومړی د لوړو زده کړو مالي او اداري معین نور احمد دروېش د ۲۰۲۰ کال جینوا کانفرانس تعهداتو عمل پلان رښتینوالي په هکله د دې د فعالیتونو وزارت راپور وړاندې کړ. دا راپور په درېیو اصلي محورونو سوله، دولت جوړونه، مارکیت جوړونه، د ټولنیز او مذهبي اړخه د یو بل منل او د جنډر د حقوقو مراعاتولو کې وړاندې شو.
د ناستې غړو د لوړو زده کړو وزارت د کاري راپور تر اورېدلو وروسته د دغه وزارت فعالیتونو د جینوا کانفرانس تعهداتو عمل پلان رښتینوالي په هکله مثبت وارزول او د لوړو زده کړو وزارت کړنو د ستایلو ترڅنګ د لوړو زده کړو پر وزارت یې ټينګار وکړ چې د جینوا کانفرانس تعهداتو عمل پلان رښتینوالي لپاره خپلو فعالیتونو ته لازیات دوام ورکړي.