د لوړو زده کړو وزارت دولتي محصلانو چارو ریاست دری امریتونه لري فارغان، محصلان او ډیټابېس، چې د دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د محصلانو چارو د خدمتونو په برخه کې کار کوي.

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
خدمات برای محصلان نهاد های تحصیلات عالی دولتی فعالیت دارد

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۹مه

د لوړو زده کړو وزارت دولتي محصلانو چارو ریاست دری امریتونه لري فارغان، محصلان او ډیټابېس، چې د دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د محصلانو چارو د خدمتونو په برخه کې کار کوي.

دغه ریاست د ا.ا.ا له حاکمیت څخه تر دې مهاله (2065) قطعې ډیپلومونه او (5840) قطعې ترانسکريپونه وېشلي او طی مراحل کړي او همدارنګه (5924) قطعې مکتوبونه یې مختلفو مراجعو ته لېږلي دي.

د محصلانو د ډیټابېس سیستم HEMIS فعال دی او 70% د محصلانو نوملیکنه تکمیل شوې ده.

د HEMIS سیسټم یا د محصلانو د اطلاعاتو سیسټم ډېرې ګټې لري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

• د محصلانو او تحصیلي بنسټونو د فارغانو د اسنادو د ساتنې په موخه په ډېټابېس کې د ثبت شوو اسنادو له ساتنې ډاډګېرنه.

• په لږه موده کې د ډېرو کارونه کول (د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی)

• په کړنو کې روڼتیا او له جعل څخه مخنیوی

• په اداري کارونو کې اسانتیاوې، لکه: د محصلانو نوملیکنه، د تبدیلیو په برخه کې اسانتیاوې، تاجیلي، منفکي، د اړتیا وړ فورمو رامنځ ته کول.

• د ټولګیو په ایجاد کې اسانتیاوې، د کریکلمونو او د HEMIS سیسټم له لوري پوښتنې او ځوابونه.

• د استادانو لپاره په شقو کې د نومرو رسولو اسانتیا او له سیسټم څخه یې بېرته اخیستل، د سمستر وار نومرو د جدول جوړول، د حاضرۍ اخیستل او داسې نور.

• د HEMIS سیسټم له لارې د محصلانو لپاره د فورمو او نورو اړتیا وړ معلوماتو تر لاسه کولو لپاره اسانتیا رامنځ ته کول.

د دولتي محصلانو چارو ریاست د دولتي تحصیلي بنسټونو د تبدیلۍ په برخه کې هم فعالیت کوي، چې د دولتي محصلانو تبدیلۍ په لاندې شرایطو سره تر سره کېږي:

1ـ په لومړي پوهنتون کې لږ تر لږه د یوه سمستر په بریالي ډول پوره کول.

2ـ د ښځینه وو تبدیلي د همدې خبرتیا د لومړۍ کرښې او لېسانس روزنیزې دورې د ۲۹مې مادې، درېیم بند پر اساس، د دواړو تحصیلي بنسټونو په موافقه او د کانکور معیاري نومرو په پوره کولو سره تر سره کېږي.

3ـ د لېسانس روزنیزې دورې د مقررې پر اساس د نارینه (ذکور) محصلانو تبدیلي له روزانه څخه روزانه ته نه کېږي. د نارینه محصلانو تبدیلي یوازې له روزانه څخه شبانه ته، په ورته څانګه، ټولګي او سمستر کې تر سره کېږي.

4- هغه نوي شامل شوي محصلان چې د ۱۴۰۰کال، کانکور ازموینې له لارې جذب شوي، د تبدیلۍ پروسه یې په مرغومې او سلواغه کې نه تر سره کېږي، ځکه یو سمستر یې پای ته نه دی رسولی.

5ـ هغه محصلان چې له یوه سمستر څخه یې زیات درس لوستی، د لېسانس مقررې پر اساس یې تبدیلي په مرغومې او سلواغه میاشت کې پیلیږي.

6ـ د تبدیلۍ فورم له لومړي پوهنتون څخه تر لاسه او د دواړو (لومړي او دویمي) پوهنتونونو له موافقې وروسته دې، د نهایي طی مراحل کولو لپاره د دولتي محصلانو چارو ریاست ته وسپاري او د کار پېژندنې له کمیسیون وروسته یې پایلې اعلانیږي.

هغه محصلان چې د کار پېژندنې له کمیسیون وروسته د شرایطو وړ وي، لاندې پړاوونه تعقیبوي:

7ـ د کمیسیون له تایید وروسته، د محصل د سوانحو د غوښتلو لپاره اړوند (لومړي) پوهنتون ته مکتوب ورکول کېږي.

8ـ د محصل د سوانحو له تر لاسه کولو وروسته، په داسې حال کې چې د محصل سوانح قانوني ستونزه ونه لري، د زده کړو د دوام لپاره دویمي پوهنتون ته مکتوب ورکول کېږي.

9ـ هغه محصل چې په لومړي پوهنتون کې یې په دوو مضمونونو کې کرېډېټ نه وي پوره کړي، تبدیلي یې نه طی مراحل کېږي.

10ـ یو محصل په خپله تحصیلي دوره کې یوازې یو ځل د تبدیلي حق لري.

11ـ تبدیلي یوازې په ورته څانګه، ټولګي او سمستر کې اجرا کېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS