د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د محترمو استاذانو او علمي کادرونو د پام وړ!

Akmal_admin
قابل توجه مسئوولان و استادان محترم نهاد های تحصیلات عالی کشور!

د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د محترمو استاذانو او علمي کادرونو د پام وړ!

1 په تدریسي او رسمي وختونو کې د ټولو استاذانو حاضري اړینه او تدریس ي چارو ته پوره توجه کول لازمي دي.

2 استاذان باید خپلو ټولو تدریس ي، تحقيقي او اداري مسئولیتونو ته متوجه ش ي او خپل ټول مکلفیتونه تر خپلو مسئولیتونو پورې محدود کړي.

3 استاذان باید په رسمي وخت کې له هر ډول اضافي مصروفیتونو او شخص ي کارونو څخه ډډه وکړي او خپل ټول رسمي وخت د خپلې رسمي دندې اړوندو چارو ته ځانګړی کړي.

4 استاذان باید په نبوي اخلاقو سمبال وي، سیرت او صورت یې د زده کړیالانو لپاره یوه ښه بېلګه او نمونه وي.

5 استاذان باید د نیمګړیو درسونو تکمیل ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو په ټاکل شوي وخت کې د درسونو بهیر بشپړ شي.

6 استاذان باید د زده کړیالانو اخلاقي تربیت ته ځانګړې توجه وکړي او دوی ته داسې افکار منتقل کړي، چې له یوې خوا د اسلام له مقدس دین سره او له بلې خوا د هېواد له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.

7 استاذان باید زده کړیالان وهڅوي، چې خپل سیرت او صورت په نبوي سنتو برابر کړي، په شرعي او ملي جامه کې خپلو درسونو ته حاضر ش ي.

8 استاذان باید زده کړیالانو ته سالمه او ملي روحیه ورکړي او له هر ډول ژبني، سمتي او قومي تبعیض څخه یې وژغوري.

9 استاذان باید په تدریس ي بهیر کې د وخت له نویو او مثبتو تجربو څخه کار واخلي، ترڅو زده کړیالان د دې جوګه ش ي، چې د اسلامي افغانستان اړتیاوې او ضرورتونه پوره کړي او ګران هېواد له نورو هېوادونو سره سیال کړي.

10 استاذان باید هغه زده کړیالانو ته توصیه وکړي، چې غیرحاضري کوي، د درس ي وختونو پوره پابندي نه کوي او یا د درسونو په تعقیب او زده کړه کې بې غوري کوي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements