د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ننګرهار ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون د فوق لېسانس د ۷ برنامو بیاکتنه او ارزونه وکړه.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۴:۳۸
e

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ننګرهار ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون د فوق لېسانس د ۷ برنامو بیاکتنه او ارزونه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ننګرهار پوهنتون ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح یې ملتیا کوله، د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ او دوکتورا د ۷ برنامو( د فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضا او څارنوالۍ، پښتو ژبې او ادب، ادارې او تجارت او عربي ژبې او ادب څانګو د ماسترۍ او د فقهې او قانون څانګې) د دوکتورا پروګرامونو د نصاب او کریکولم، علمي او تدریسي چارې له نږدې ولیدې او د یادو پروګرامونو د څارنې او ارزونې تر څنګ یې د هغو د لا زیات معیاري کولو په اړه مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز ښاغلي خیرخواه د دې لیدنې پرمهال د تدریسي بهیر، درسي صنفونو، کتابتونونو، تحقیق او تېزس لیکنې مراحلو او نورو بېلابېلو برخو ارزونه هم وکړه.

همدارنګه علمي معین د یادې لیدنې پرمهال د ننګرهار پوهنتون د یادو پروګرامونو مسؤلینو، استادانو او محصلینو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او د مناسبو حل لارو پر پیدا کېدو د حل ډاډ یې ورکړ.

همدا رنګه نوموړي د یادو علمي برنامو شتون په هېوادنۍ کچه ستر فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د لا زیات معیاري کېدو، پراختیا او پیاوړتیا لپاره به یې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS