د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شکرالله وحدت په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې هیئت

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۱:۳۳
ش

4/11/1443

14/3/1401

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شکرالله وحدت په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې هیئت د مسقبل خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې، چې د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې استازي هم ګډون درلود، لومړی یې د یادې تحصیلي ادارې له مشرتابه سره ناسته وکړه او بیا یې یادې مؤسسې له استاذانو او محصلینو سره وکتل.

د دعوت او ارشاد رئيس په خپلو خبرو کې د ديني او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې د عصري او ديني علومو زده کړه د هېواد له جدي اړتياوو څخه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې د تحصیلي نظام د پياوړتيا او د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونو پلي کولو لپاره بايد ټول په ګډه کار وکړو.

دغه راز د مستقبل خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې رئيس پوهنمل ډاکټر شفيق الله امين خصوصي تحصيلي مؤسسو ته د لوړو زده کړو وزارت له پاملرنې مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت کړنلاره او ټول پروګرامونه به عملي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS