په هندوستان هیواد کې(ICCR) د دوکتورا او ماسټري بورسونو د نوماندانو لپاره د ازموینې د کارت ترلاسه کولو او بایومیټریک نیټې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا
Due
-
د هندوستان هیواد د (ICCR) د ماسټرۍ او دوکتورا ګروپي بورسونو لپاره ټولو هغه نوماندانو ته ، چې په رسمي ډول یې د بیلابیلو دولتي ادارو او همدارنګه هغه ښځینه نوماندانې چې په ازاد ډول يې نومونه ثبت کړي دي او د نومونو د لیست ضمیمه یې د دې خبرتیا سره شتون ولري، د دو شنبې ، سه شنبې او چهار شنبې په ورځو د ۱۳۹۸ د لیندئ په ۲۵، ۲۶،۲۷ نیټه د د لوړو زده کړو وزارت عمومې پذیرش 21 شمیرې غرفې ته مراجعه وکړي او د ازموینې کارت ترلاسه کولو لپاره دې د شهید رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون، او د بایومیټریک پروسې د بشپړولو لپاره دې د پولیتخنیک پوهنتون ادیتوریم ته د سهار (۹)
بجې د یوه قطعې 4x3 عکس، اصلي پیژند پاڼه او پنځه سوه (۵۰۰) افغانئ د هندوستان هیواد بورسونو ته د ازموینې حق الشمول لپاره مراجعه وکړي . او نوموړې ا زموینه به د جمعې په ورځ ، 29/9/1398 د ماښام په 8 بجو واخیستل شي.
د ازموینې پایلو د اعلانولو څخه وروسته ، هغه نوماندان چې ازموینه یې په بریالیتوب سره سرته رسولې وي د ازموینې ملي ادارې لخوا د بریالي نوماند په توګه پیژندل کیږي او د ۱۳۹۸ د مرغومي ۷مه پورې فرصت لري چې لاندې اجراآت سر ته ورسوي:
- د لوړو زده کړو وزارت ویب سایت www.mohe.gov.af ته تر مراجعه کولو وروسته د افغانستان د بورسونو د مدیریت سیسټم باندې د کلیک کولو سره نوم لیکنه کول .
- د ICCR بورسونو آنلاین پورټال کې د انټرنټي سایټ له لارې نوم لیکنه : www.a2ascholarships.iccr.gov.in
- نوماندان باید د افغانستان بورسونو د مدیریت سیسټم کې ټول د اړتیا وړ فورمونه لکه : د نوماندیدو فورمه ، ژمنلیک ، تضمین خط، او د روغتیا فورم ( یو د معتبرو لابراتوارونو څخه چې د روغتیا سرټفیکټ ولري ) ډک کړي. او د ښوونځي شهادتنامه د بورسونو د مدیریت سیسټم له لارې د لوړو زده کړو وزارت ته واستوئ، او په ورته وخت کې دې خپل ټول اصلي سندونه د ICCR بورس ورکونکي هیواد آنلاین غوښتنلیک فارم پرنټ کولو په ګډون د لوړو زده کړو وزارت ته وسپارئ.
د افغانستان د بورسونو د مدیریت سیسټم د کارولو څرنګوالي زده کولو لپاره ، تاسو کولی شۍ د سیسټم کارونې لارښود ویډیو چې لینک یې د بورسونو مدیریت سیسټم کې شتون لري وګورئ.
۱- ښاغلي نوماندان کولی شي چې د بورس ورکونکي هیواد په ویب سایټ کې د نوم ثبتولو د څرنګوالي د نورو معلوماتو لپاره ددې خبرتیا ضمیمه مطالعه کړي.
۲- ټول نوماندان اړ دي چې ډاډ ترلاسه کړي چې په فورمو کې چمتو شوي معلومات سم دي.
که چیرې د نوم ، تخلص ، د پلار نوم ، د پاسپورټ شمیره ، د پیژند پاڼې شمیره ، د زیږون کال ، دفراغت کال ، د خپلوانو معلومات او نور معلومات د اسنادو د پروسې په جریان کې ودریږي، د شکایت کولو حق نلري او د ورکړل شويو معلوماتو د سمولو لپاره به هیڅ فرصت ور نکړئ شي .