د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد د پوهنتونونو د فارمسي او وترنري علومو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم دور کلسټر په پای‌ناسته کې ګډون وکړ

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۱۱:۱۳
dsfdsfdf

د یاد کلسټر په پای‌ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل: «هر څومره چې د ژوند چارې متنوع کېږي، په هماغه کچه په نصاب کې تغییراتو ته اړتیا پېښیږي.» نوموړي زیاته کړه چې د نصاب بیاکتنه او پراختیا یوه دوامداره پروسه ده او د نړۍ نصابونه چې معیاري او پرمختللي شوي ډېر پړاوونه یې طی کړي دي.  
همدارنګه د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی دوکتور عبدالجبار څپاند په رسینو کې هغو شایعاتو ته په غبرګون کې، چې ګواکي نظام نصاب بدلوي، وویل چې د وخت اړتیاوو ته په کتو په تحصیلي نصاب کې تغییرات راځي او دا چاره د هرې برخې د متخصصینو له لوري کېږي، چې هېڅ ډول فکري نفوذ ته پکې مجال نشته.
ورسته د فارمسي او وترنري پوهنځيو د کلسټرونو استازو د خپل ۵ ورځني ټیمي کار پایلې شریکې او د اړوندو پوهنځيو ستونزې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS