د البیرونی پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
د البیرونی پوهنتون د( لومړي ځل) لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا اویا ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی:
د دری ډیپارتمنټ (۱) بست.
د کرهنې پوهنځی:
د علوم نباتي او اګرانومي ډیپارتمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۲/۱۴۴۴هـ ق څخه تر ۵/۳/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.