د ننګرهار پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
ننګرهار پوهنتون د (لومړي ځل) لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د اقتصاد پوهنځی:
اداره او منجمنټ ډیپارتمنت (۲) بسته.
ملي اقتصاد ډیپارتمنت (۱) بست.
تجارت اوسوداګرۍ ډیپارتمنت (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۵/۱۴۴۴ الی ۱۰/۶/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.