د جوزجان پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
د جوزجان پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د کیمیاوي ټکنالوژي پوهنځی:
د عمومي کیمیا ډیپارتمنت (۱) بست.
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
د کیمیا ډیپارتمنت (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۵/۱۴۴۴ څخه تر ۲۵/۵/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.