د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ریس، شاکر الله وحدت په مشرۍ د مرکزي خصوصي تحصیلي بنسټونو د دعوت او ارشاد له امرینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۶:۲۶
sddsfsdsfdsf

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ریس، شاکر الله وحدت په مشرۍ د مرکزي خصوصي تحصیلي بنسټونو د دعوت او ارشاد له امرینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
غونډه د قرآن مجید په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د دعوت او ارشاد امر ولی محمد ګډونوالو ته د ټولنې او تحصیلي بنسټونو پر وړاندې پر دیني مسؤلیتونو خبرې وکړې. 
شیخ شاکرالله وحدت وویل، چې د دعوت او ارشاد ریاست موخه د اسلامي او ملي ارزښتونو پر اساس د ځوانو نسلونو د فکرونو روزل دي. هغه زیاته کړه چې ځوانانو ته باید د عصري علومو تر څنګ شرعي او دیني علوم هم زده کړل شي. علماء او دعوتګران د انبیاوو وارثان دي او د ټولنې پر وړاندې ستر مسؤلیتونه لري. هغه د عوت او ارشاد له لورې د تحصیلي بنسټونو لپاره پر جوړې شوې طرحې خبرې وکړي او وویل چې په خصوصي او دولتي بنسټونو کې به نوموړې طرحه یو ډول پلې کیږي. هغه د خصوصي بنسټونو څخه وغوښتل چې د دعوت او ارشاد د امر په صفت موږ ته هغه کسان معرفي کړي چې له دینی علومو څخه فارغ وي. 
وروسته څو تنو ګډونوالو د ټولنې او ځوانانو پر وړاندې پر مسؤلیتونو خبرې وکړې او د دعوت او ارشاد رئیس سره یې وړاندیزونه او خپل نظریات شریک کړل‌ او د طرحې عملي کولو ډاډ يې ورکړ. 
غونډه په دعا سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS