د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

nasir_admin

Due

-

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي بورسونو د ورکړي خبر وکړی دی:

د اړتیا وړ اسناد:
۱ـ درې کلنو نومرو کې لږ تر لږه د ۷۰ فيصدۍ سره د مکتب شهادت نامه درلودل. 
۲ـ الکترونيکي تذکره

تحصيلي څانګې:
کرنه او مارکټينګ (۳۰) سيټه
د کوچنۍ سوداګرۍ وده  ( ۳۰ ) سيټه
کرنه او صنايع  ( ۳۰) سيټه
کمپيوټر زده کړه (۳۰) سيټه
تربيتي علومو څانګه (۵۰) سيټه
ریل پاټلۍ انجنيري (۵۰ ) سيټه

د بورس مصارف او لګښتونه:
په يو تحصيلي کال کې د هر تن ښوونيز لګښت دوه زره پنځه سوه امريکای ډالره دی، چې پنځوس سلنه يې د اوزبيکستان حکومت له لوري ورکول کېږي، په دې ښوونېزو لګښتونو کې د محصلانو لپاره هستوګني غذای توکي، روغتیایي خدمتونه، د زده کړې لپاره اړین توکي او د ګاز، اوبو او برېښنا تادیات شامل دي.
نو هغه په شرايطو برابر داوطلبان، چې غواړي یادو بورسونو ته نوم ليکنه وکړي، کولای شي اړينې فورمې چې د دې خبرتیا سره مل او لاندې موجود دي،

ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته د ۱۴۰۲هـ ش کال د زمري میاشتې ۱۵مې نېټې پورې د لوړو زده کړو وزارت عمومي پذيرش (۱۳) غرفې ته وسپاري.

د بورسونو فورمې

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

تدارکاتي خبرتیا !


د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳هـ ش کال د محصلانو ليليې لپاره د اړتیا وړ (۴) قلمه البسې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د ۱۴۰۳هـ ش کال ماسترۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې خبرتيا !


دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان  هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۳:۵۵
Background image

د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !


مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱.     طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .