د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په حضور کې د مرکزي پوهنتونونو کار کوونکو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي مجلس ترسره شو.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د یاد مجلس په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د اسلام مبین دین نه یوازې د مسلمانانو، بلکې د ټول بشریت لپاره ستر الهي نعمت یاد کړ او د لمانځه، اطاعت، بیت المال ساتنې او خپلو دندو پر وړاندې د مسؤلیت احساس په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړي وویل چې په اسلامي نظام کې کار او خدمت کول عبادت دی او ټنګار یې وکړ، چې له مراجعینو سره له اسانۍ کار واخلئ او کارونه یې په خپل وخت ترسره کړئ.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو او کابل پوهنتون کار کوونکو لپاره تېره ورځ یاد مجلس ترسره شوی و.