په فراه ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو د کلنۍ ازموینې بهیر پیل شو.
ورپسې د ياد ولايت د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم د ازموينې ګډونوالو ته وينا وکړه نوموړي په خپله وينا کې د ازموينو په روڼتيا ټينګار وکړ او په دغه برخه کې ګډونوالو ته سپارښتنې وکړې، د هغه په وينا د يادو ازموينو لپاره (۸۶۶) تنو ثبت نام کړی، چې له دې ډلې څخه (۲۳۰) تنو عالمیې (۱۸۷) تنو د عالیې او ( ۴۴۹) تنو د ثانويې درجې ګډونوال شامل دي.
د یادونې وړ ده چې یادې ازموینې به تر شپږو ورځو دوام وکړي.
نټېه: شنبه
۸/۷/۱۴۴۵ هـ ق ۳۰/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش ۲۰/۱/۲۰۲۴ م