د لیسانس، ماسټرۍ، دوکټورا او تخصص په کچه د روسیې فدراتیف هېواد د بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

په کابل کې د روسیې فدراتیف فرهنګي مرکز په بېلابېلو تحصیلي کچو (لیسانس، ماسټري، دوکتورا او تخصص) کې د یاد هېواد د تحصیلې بورسونو د ثبت له پیلېدو چې په بشپړ ډول وړیا نه دي، وزارت ته خبر ورکړی:

د لیسانس دورې له پاره د اړتیا وړ سندونه

-              د غوښتونکي د ښوونځي د دریو وروستیو کلونو سلنه باید لږ تر لږه ۸۰٪ وي.

-              د ښوونځي شهادتنامه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوې وي.

-              پاسپورټ چې لږ تر لږه درې کاله وخت ولري.

-              د تابعیت تذکره

د ماسټرۍ دورې له پاره د د اړتیا وړ سندونه

-              د غوښتونکي د لیسانس دورې د نمرو سلنه لږ تږ ۷۰ وي.

-              ډیپلوم او ټرانسکرېپټ او یا هم سرټیفکیټ چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوی وي.

-              پاسپورټ چې لږ تر لږه درې کاله وخت ولري.

-              د تابعیت تذکره.

د دوکتورا له پاره د اړتیا وړ سندونه:

-              د غوښتونکي د ماسټرۍ دورې د نمرو سلنه لږ تږ لږه ۷۰ وي.

-              ډیپلوم او ټرانسکرېپټ او یا هم سرټیفکیټ چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوی وي.

-              د ماسټرۍ دورې تیزس چې په روسي یا هم انګریزي ژبه ۱۰-۵ پاڼې وي.

-              د چاپ شوو مقالو لېسټ.

یادونه: په دې پړاو کې، د تحصیلي سندونو ، د روغتیا فارمونو ، د HIV کتابچې ژباړه اړین نه دي، که غوښتونکی له ازموینې او مرکې څخه وروسته بریالی شي، نو  د یادو سندونو په بشپړولو به مکلف وي.

 

نو له همدې امله ، ټولو په شرایط برابرو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د یاد هیواد په بورسونو کې د نوم لیکنې لپاره کولی شي په آنلاین بڼه https://education-in-russia.com ویب پاڼې ته د ۲۰۲۱ میلادی کال د فبروري ۲۰ نیټې پوري چې  د ۱۳۹۹ د کب (حوت) ۲ نیټې سره سمون لری وکړئ او همدارنګه د نورو معلوماتو لپاره لاندې ادرس ته مراجعه وکړئ:

https://www.facebook.com/Rcnk.ru/posts/713392242669463

https://www.facebook.com/Rcnk.ru/posts/713885849286769

https://www.facebook.com/Rcnk.ru/posts/711825989492755

د یادونې وړ ده چې که چیرې وړ نوماندان د آزموینې له ورکولو د ترسره کولو وروسته بریالي شي ، د دوی د نوم لیکنې  لیست به د یوه رسمي مرجع (په کابل کې د روسیه سفارت )له لارې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل شي او دوی به د خپلو سندونو د بشپړولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته راشي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .