بدخشان پوهنتون له منظم او دوامداره ښاري بریښنا سره وصل شو د بدخشان پوهنتون د بریښنا پروژه د پنځو میلیونو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه د یاد پوهنتون د رهبري هئیت او یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو په ګډون کې پرانیستل شوه.

په غونډه کې د بدخشان پوهنتون رئیس پوهنیار نقیب الدین قاضي زاده د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې له دوی سره په ټولو چارو کې مرسته کوي هغه زیاته کړه چې د بریښنا په وصل کېدو سره به د استادانو او محصلانو ډیرې ستونزې حل شي، استادان او کارکوونکي له پخوا څخه په ښه توګه د محصلانود زده کړې په برخه کې خدمت کولی شي.