د افغان نړیوال پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د فوق لېسانس پروګرامونو د ترتیب او چمتو کولو کلسټر په بریالي توګه پای ته ورسېد.
۱۴۴۴/۱/۲۰
۱۴۰۱/۵/۲۷
د دغه کلسټر په پایناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل، چې پر تحصیلي نصاب کار کول جاریه صدقه ده، چې له ژوند وروسته یې هم له ثواب څخه برخمن کېدای شي. نوموړي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د علمي کادرنو لپاره د خدمت زمینې برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.
وروسته د افغان نړیوال پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د فوق لېسانس پروګرامونو د قضا او شرعي سیاست، د فقې او قانون او د اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ د دوکتورا او ماسټري برخې کمېټو استازو د خپلو کارونو پالې وړاندې کړې.
همدارنګه د تحصیلي نصاب د کمیسون غړي پوهندوی دوکتور عبدالجبار څپاند یاد کلسټر له نورو هغو متفاوت وباله او ویې ویل چې به دې کلسټر کې به لږ وخت کې ډېر کار وشو او په یوه وخت کې مو د ماسټري او دوکتورا پر تحصیلي نصاب کار وکړ.