د خوست، پکتیا او پکتیکا پوهنتونونو اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو سره همکاري پیل کړې.

د خوست، پکتیا او پکتیکا پوهنتونونو اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو سره همکاري پیل کړې.
د خوست، پکتیا او پکتیکا پوهنتونونو اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو د دیني او ملي روحیې له مخې، په خپلو سیمو کې له نن سهار راهیسې له زلزله ځپلو سره، د ټپیانو انتقال، ټپیانو ته د وینې ورکړې، د ناروغانو مراقبت او د مرستو رسولو په برخو کې همکاري پیل کړې او دوام لري.
دغه راز دوی له ټپیانو سره د لومړنۍ مرستې په موخه د طب پوهنځیو له طبي لوازمو هم ګټه پورته کړې ده.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له یادو کارکوونکو، استادانو او محصلینو څخه د مننې ترڅنګ، په ټولو اکاډمېکو ادارو او محصلینو غږ کوي، چې له یادو اړمنو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.