د دعوت او ارشاد ریاست لاسته راوړنې
27/4/1401
د دعوت او ارشاد ریاست لاسته راوړنې
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د اداري کارکوونکو، پوهنتونو استادانو او محصلینو د دیني پوهې لوړوالي او په تحصیلي بنسټونو کې د تبعیض مخنیوي په موخه جوړ شوی او د یادو اهدافو د ترسراوي په موخه یې بېلابېلې برنامې په لاره اچولې دي.
ددې ریاست مسؤلین وايي، خپلې طرحې او برنامې یې د سمینارونو، ناستو او کنفرانسونو له لارې په ټولو پوهنتونونو کې د مختلط (ګډ) درسي سیستم مخنیوي، د اسلامي حجاب مراعتولو، شکایاتو ته د رسېدو او د قومي، ژبني او سمتي تبعیض مخنیوي برخو کې تطبیق کړي او ترې څارنه کوي.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو په وینا، دا ریاست په نظر کې لري، چې د حجاب اهمیت، ښوونې او روزنې او تعصباتو مخنیوي برخو کې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې عامه پوهاوی زیات کړي، ترڅو له عصري زده کړو سره دیني زده کړو ته هم زمینه برابره شی.