د سید اسماعیل روحاني په سرپرستۍ د لوړو زده کړو وزارت یو پلاوي د ننګرهار له دولتي او یو شمیر خصوصي پوهنتونونو څخه لېدنه ترسره کړه.
یکشنبه، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰
د سید اسماعیل روحاني په سرپرستۍ د لوړو زده کړو وزارت یو پلاوي د ننګرهار له دولتي او یو شمیر خصوصي پوهنتونونو څخه لېدنه ترسره کړه.
په دې لېدنو کې سید اسماعیل روحاني د ننګرهار پوهنتون له رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر استادانو سره وکتل او د هغوی له لوري یو شمیر ستونزې ورسره شریکې شوې چې د حل ډاډ یې ورکړل شو.
همدارنګه نوموړي پلاوي د اریانا او سپین غر لوړو زده کړو مؤسسو له مسؤلینو او استاذانو سره په لېدنو کې د پوهنتونونو پر معیاري کولو او اړونده نورو مسائلو خبرې وکړې او په تحصیلي چارو کې د شته ستونزو د حل سپارښتنه یې وکړه.
دغه راز یې له درسي ټولګیو، طبي لابراتوارونو او تدریسي روغتونونو څخه هم له نژدې لیدنه ترسره کړه.