د لوړو زدهکړو امارتي بنسټونو د اړتياوو د توحید په موخه د لوړو زدهکړو وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د لوړو زده کړو امارتي بنسټونو ترمنځ آنلاین غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجینر احمد ضیا جبارخیل په مشرۍ جوړه شوې وه، د لوړو زدهکړو بنسټونو د معلوماتي ټکنالوژۍ مسؤلینو د ويډیو کنفرانس له لارې پکې ګډون کړی و.
د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس په خپلو خبرو کې د نوموړي غونډې دایرولو په اړه وویل چې دا غونډه د د ١٤٠٢ هـ.ش کال د اړتیاوو د توحید او د لوړو زدهکړو امارتي بنسټونو د ای ټي سيستمونو په اړه ده چې ځینو تحصیلي بنسټونو د خپلو اړتیاوو لیستونه رالیږلي او ځینې نور پاتې دي.
هغه همداراز وویل چې د لوړو زدهکړو وزارت اکثریت اړتیاوې د (HEMIS) سيستم له لارې د حل وړ دي چې په دې برخه کې به د لوړو زدهکړو امارتي بنسټونو د معلوماتي ټکنالوژۍ له مسؤلینو سره ناستې وشي.
وروسته د لوړو زدهکړو امارتي بنسټونو مسؤلینو په نوبت سره خپلې اړتیاوې، غوښتنې او ستونزې د معلوماتي تکنالوژۍ له رئیس سره شریکې کړې.