د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د غور لوړو زدهکړو مؤسسې له استادانو سره د ناستې ترڅنګ د یادې مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د ا.ا.ا مسؤلین هوډ لري چې لوړې زدهکړې له نړیوالو معیارونو سره برابرې شي او امارتي مسؤلین د عصري زدهکړو مخالف نه بلکې غوښتونکي دي.
وروسته د غور لوړو زدهکړو مؤسسې رئیس پوهندوی عبدالعلي لبیب سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اړوندې مؤسسې پر لاسته راوړنو او ستونزو خبرې وکړې.
همداراز ټولو استادانو په انفرادي توګه سرپرست وزیر ته ځانونه ور وپېژندل او خپلې ستونزې یي ورسره شريکې کړې.
ورپسې سرپرست وزیر استادانو ته د یادو شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په ځینو چارو کې یې ورته سپارښتنې وکړې.
په پای کې سرپرست وزیر د غور ولایت والي مولوي احمد شاه دیندوست په ملتيا د غور لوړو زدهکړو مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.