د لوړو زده کړو بنسټونو ستونزو ته د رسیده ګۍ په موخه، د علمي او زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ګډه ناسته تر سره شوه

دغه ناسته د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین انجنیر روح الله روحاني په مشرۍ او د زده کړیالانو چارو معین انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني او همدارنګه د دغو معینیتونو د اړوندو مرکزي ریاستونونو د مسوولانو په ګډون وشوه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو بنسټونو پر فعالیتونو د څار او ملاتړ د ډاډ تر څنګ، د دغو بنسټونو د فعالیت پر دوام، روڼتیا، د کیفیت رامنځ ته کول او د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د تحصیلي خدمتونو پر وړاندې کولو بحث وشو او نظرونه سره شریک شول