د لوړو زده کړو زوارت له لوري ملت ته د حساب ورکوونې پروګرام کې علمي، اداري او د محصلانو د برخې کلني فعالیتونه او لاسته راوړنې.

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۹:۱۵
sdgsdgweeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeee

علمي لاسته راوړنې: 
1.    د ټولنې د اړتياوو په پام کې نيولو سره د مسلکي بشري ځواک د روزلو په موخه په پوهنتونونو/ لوړو زده کړو مؤسسو کې د لېسانس په کچه (۲۹) پوهنځي، (۶۵) ډيپارټمنټونه او (۲۴) شپنۍ تحصیلي برنامې ایجاد شوي دي. 
2.    د متخصص بشري ځواک د پياوړتيا او مسلکي وړتیاوو د لوړاوي په موخه (۹) دوکتورا او (۴۰) ماسټرۍ برنامې ایجاد شوي دي، چې له جملې څخه یې له څه باندې څلوېښت کاله ځنډ وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون دوه دوکتورا برنامې بیا ځلې فعالې شوي او په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې (اسلامي اقتصاد او بانکوالي او قضاء او شرعي سیاست) ماسټري او دوکتورا برنامې فعالې شوې دي، چې د سیمې په کچه د پام وړ دي.
3.    علم د تولید، د شته ستونزو او موضوعاتو د څېړنې او حل او په دې برخه کې د مسلکي او متخصص ځواک د روزنې په موخه د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په (۲۵) امارتي پوهنتونونو کې څېړنو (تحقیقاتو) معاونیتونه ایجاد شوي او پر فعالیت یې پیل کړی دی.
4.    نصاب جوړونې، بیا کتنې، پراختیا او معیاري کولو اهمیت ته په کتو او د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې په اساس د نصاب  د ملي کمېسیون، مسلکي کمېټو او ټولو پوهنتونونو له اړوند استاذانو او ذيربط ادارو او وزارتونو له متخصصینو څخه تشکیل شویو کلسټرونو  په وسیله د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم په ټولیزه توګه (۹۰) تحصیلي نصابونه نهایي شوي، چې (۷۰) د لېسانس، (۱۳) د ماسټرۍ او (۷) د دوکتورا  دورو نصابونه پکې شامل دي او یاده لړۍ لا هم دوام لري.
5.    د هېواد علمي کادر غړیو د علمي څېړنو او لاسته راوړنو د معیاري کولو، په ملي او نړیواله کچه د خپراوي او د لوړو زده کړو په نړیوال ډګر کې د علمي سیالۍ په موخه (۷) نړیوال او (۳۳) ملي ژورنالونه ایجاد شوي او پر فعالیت یې پیل کړی دی.
6.    د هېواد په پوهنتونونو کې د استاذانو او علمي کادر غړیو لخوا (۶۱) تألیفي، (۱۸۶) څېړنیز او (۱۹۳) ژباړل شوي علمي آثار تکمیل او (۸۰۷) علمي مقالې په نړیوالو او (۱۵۵۰) علمي مقالې په ملي ژورنالونو کې نشر شوي دي.
7.    د هېواد په تحصیلي ډګر کې د وړ، با استعداده او ژمنو اشخاصو د ځای پر ځای کولو په موخه د آزاد رقابت له لارې د علمي کادر څه د پاسه (۸۵۰) غړي نوي جذب شوي او (۷۰۸) علمي ترفېعات طی مراحل او تائید شوي دي.
8.    له بهرنیو هېوادونو سره د علمي اړیکو د ټینګښت، تجاربو د شریکونې او د استاذانو او علمي کادر غړیو د علمي سویې او وړتیاو د لوړاوي په پار (۲۳۹) د علمي کادر غړي او امارتي ادارو کارکوونکي بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره لېږل شوي دي، چې (۱۵۸) د ماسټرۍ او (۸۱) د دوکتورا په برخه کې دي او همدارنګه د علمي کادر (۲۸۰) غړیو د تحصیل له تکمیل او هېواد ته له راګرځېدو وروسته د دندې استحصال کړي دی.
9.    په ديني برخه کې د متخصص بشري ځواک د روزنې او پیاوړتیا، معاصرو قضاياو ته د رسېدنې او په ديني برخه کې د اسلامي امارت د اهدافو د لا ښه تحقق په موخه له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د فوق لېسانس (تخصص) په کچه د کابل او کندهار ديني جامعاتو ترڅنګ د هېواد په زونونو (ننګرهار، کندز، بلخ، هرات، پکتیا او هلمند) کې ديني جامعات ایجاد شوي دي.
10.    د ۱۴۰۱ ه ش کال په جریان کې د امیرالمؤمنین حفظه الله، رئیس الوزرا حفظه الله او کابینې له خوا  ګڼ شمېر رارسېدلي فرمانونه، لارښوونې، حکمونه او  پرېکړې تطبیق شوي دي، چې په پایله کې یې د تحصیلي نصاب ریاست، د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست، د دعوت او ارشاد ریاست، د عبدالله بن مسعود رضی الله جامعه، د ابراهیم نخعي رحمه الله جامعه، افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او داسې نورې ادارې تشکیل شوي، چارې یې پیل او په نورماله توګه دوام لري.

د محصلانو د برخې لاسته راوړنې:
1.    د هېواد په ټولو لوړو زده کړو بنسټونو کې (۴۷۱۳۶۰) محصلان په تحصیل بوخت دي، چې (۱۱۸۰۵۹) یې نوي جذب شوي او (۷۲۴۰۶) یې د کال ترپای پورې فارغیږي او همدارنګه د نوموړیو محصلانو ټولې لیلیې په نورمال ډول فعالې او بدل اعاشې یې هم پر خپل وخت اجراء شوي دي.
2.    د لوړو زده کړو وزارت او سکتوري وزارتونو او ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ، د محصلانو لپاره د عملي زده کړو، فارغ التحصیلانو ته د کارموندنې او د وزارتونو د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ګڼ هوکړه لیکونه لاسلیک شوې دي.

د اداري او مالي برخې لاسته راوړنې:
1.    د هېواد مالي او عایداتي امکاناتو ته په کتو سره د اسلامي امارت رهبرۍ د ځانکړې پاملرنې په اساس د امارتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د استاذانو او علمي کادر غړیو معاشات لوړ شوي دي او په دې برخه کې هڅې دوام لري.
2.    په ځانګړې توګه د روغتون د پرسونل د تجهیز په برخه کې په خوست او پکتیا کې د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتونونه له دولس کلن ځنډ وروسته فعال او یو شمېر پرمختللي ماشینونه خریداري شوي او فعال شوي دي.
3.    په امارتي تحصيلي بنسټونو کې د علمي چارو، څېړنو، ښوونيزو او د محصلانو عملي کار د لا ښه والي په موخه د پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت څيړنيز فارمونه، کتابتونونه، کمپيوټرلب او لابراتوارونه مجهز شوي دي.
4.    د څه باندې څلور سوه ميليونو افغانيو په ارزښت په امارتي تحصيلي بسنټونو کې (۱۴) ساختماني پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
5.    د تجهیز په برخه کې کادري روغتونونو ته خاصه پاملرنه شوې، د دولس کلن توقف وروسته د خوست شيخ زايد او پکتيا تدريسي روغتتونونه فعال شو، د روغتون کچې ته د ستوماتولوژي تدريسي کلينيک لوړول، د سرطاني ناروغيو درملنې مرکز په ګډون يو شمېر نوي طبي برخې فعالې او یو شمېر پرمختللي ماشينونو خريداري او فعال شوي دي.
6.    د لوړو زده کړو وزارت او د اړونده پوهنتونونو څه د پاسه (۷۰۰) جريبه ځمکه تثبيب او له غصب څخه پاکه او اړونده پوهنتونونو ته سپارل شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS