د لوړو زده کړو سرپرست وزير د پخواني او جید عالم مولوي ولي الحق صديقي ديوبندي سره ولیدل او د یو مشر او صوفي عالم په توګه یې ترې لازمې مشورې واخیستې.

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۴:۲۷
sdsd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني ختيځ ننګرهار ولایت کې د مولوي ولي الحق صدیقي ديوبندي سره لیدنې په موخ د هغه کور ته ورغی او د یو پخواني او صوفي عالم په توګه یې د هغه قدرداني وکړه.
 محترم مولوي ولي الحق صدیقي، چې اوسمهال شاوخوا (١٠٦) یوسل او شپږ کاله عمر لري، په ١٣٢٨ هـ ش کال د هند دارالعلوم دیوبند مهتمم شیخ الاسلام حسین احمد مدني رحمه الله شاګرد و، د هغه په لاس ورکړل شوي سندونه یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته اوښودل، هغه د خپل ژوند زیاته برخه په درس او تدریس او د اسلام مبارک دین په خدمت کې تېره کړې او په دې برخه کې یې مهمې لیکنې کړي دي.
نوموړي د دوی کور ته د لوړو زده کړو سرپرست وزير الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په ورتګ خوښي څرګنده کړه او له سرپرست وزیر سره يې د زده کړه یزې دورې خاطرې شريکې کړې او د حاکميت او مشرۍ اړوند يې لازمې مشورې ورکړې.
ښاغلی صدیقي، چې د تصوف او پخواني جید عالم په صفت ترې بېلابېل شیوخ او عالمان د احادیثو اجازه غواړي، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته یې د حدیثو اجازه ورکړه او ترڅنګ یې د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره دعا وکړه.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS