د لوړو زده کړو سرپرست وزير شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب او مل پلاوي روسيې هېواد ته د سفر پر دوام، په دغه هېواد کې د افغان محصلينو سره وکتل.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۹:۵۷
jsdhfjkhsdkjfsd

د لوړو زده کړو سرپرست چې د ياد هېواد په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی، نن يې د يوې ناستې په ترڅ کې د افغان محصلينو ستونزې او پيشنهادونه واورېدل او د هر راز همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه.
نوموړي محصلينو ته په خپلو خبرو کې وويل: « تاسو په دې هېواد کې د افغانستان سفيران یاست، هڅه وکړئ چې د خپل هېواد ښه نمايندګي وکړئ، خپلو درسونو کې زیار وباسئ، څو د خپل هېواد لپاره د خير او ښه خدمت مصدر وګرځئ».
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر به د خپل سفر پر دوام  د بېلابېلو پوهنتونونو او تحصيلي بنسټونو مشرانو سره ناستې وکړي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د هلمند ولایت عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب هلمند ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دغه ولایت د ازموینو تنظیم، نظم او شفافیت ستاینه وکړه او د ازموینو ښه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په نیمروز ولایت کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو څخه لیدنه او څارنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت دیني مدرسو او جامعاتو د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو بهیر څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS