د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یل‌یوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو لپاره ګټور وباله

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۳:۳۹
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یل‌یوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو لپاره ګټور وباله

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۴مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یل‌یوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو لپاره ګټور وباله. 
د افغانستان لپاره د سره صلیب د کمېټې رییس یل‌یوفیلین د دغې نړیوالې کمېټې د مرستو موخه تشریح کړه او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې د امکاناتو کمښت ته په کتو، دغه کمېته تیاره ده چې د افغانستان د خلکو روغتیا ساتنې او پرمختګ لپاره کار وکړي. 
د افغانستان لپاره د سره صلیب د کمېټې رییس ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ، په کادري روغتونونو کې د صحي خدمتونو د ښه والي په موخه تیار دي، چې د بشرپالنې مرستې راجلب کړي. 
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د افغانستان لپاره د سره صلیب کمېټې له رییس او پلاوي څخه مننه وکړه او د افغانستان خلکو او تدریسي روغتونونو څخه د هغوی ملاتړ یې د قدر وړ وباله.  
نوموړي وویل، چې تدریسي روغتونونه هم تدریسي او هم کادري دي او تر څنګ یې مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کوي. 
په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه چې یو ټیم د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو او یو هم د سره صلیب له کمېټې څخه وټاکل شي او په یادو روغتونونو کې د درملو او درملنې په برخو کې اړتیاوې په کوته کړي، تر څو مرستو ته لاره هواره شي.  
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د تدریسي روغتونونو رییسانو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل طبي او ننګرهار پوهنتونونو د طبي تخصص د اکمال د بستونو ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په حضور کې واخیستل شوه.

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۱۱مه
د کابل طبي او ننګرهار پوهنتونونو د طبي تخصص د اکمال د بستونو ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په حضور کې واخیستل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۱۳:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې او نظرونه وړاندې شول

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۱۰مه، لوړو زده کړو وزارت
د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۱۲:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو د چارو معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت محصلانو چارو د سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۱۰مه
د لوړو زده کړو وزارت محصلانو د چارو  معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت محصلانو چارو د سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه. 
په دغه ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS