د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د بامیانو والي سره د هغه په کاري دفتر کې ولیدل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۷:۳۷
دیدار با والی با میان

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ولايتي سفرونو په ترڅ کې دا ځل بامیان ولایت ته ولاړ او د هغه ولایت له والي محمد طاهر زهیر سره د لیدني ترڅنګ يې په ياد ولایت کې د باميکا لوړو زده کړو خصوصي موسسې څخه هم لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې دواړو خواو د باميان پوهنتون پر وضعیت او د دې پوهنتون په وده کې د محلي او مرکزي ادارو پر هڅو رڼا واچوله.

د بامیان والي محمد طاهر زهیر د لوړو زده کړو وزیر او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ داسې وویل: «ښاغلی وزیر صاحب مننه چې بامیان ولایت ته مو د مهمو پروژو د پرانستلو لپاره تشریف راوړئ، دغه پروژې د بامیان د خلکو لپاره ډېرې حياتي او ګټورې دي

دیدار با والی بامیان

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان په مرکزي برخه کې بامیان پوهنتون یو له سترو پوهنتونو څخه دی چې په دې ساحه کې د نورو تحصیلی بنسټونو لپاره د مور پوهنتون حیثیت لري.

نوموړي همداراز د لوړو زده کړو وزارت کړنو ته په اشارې سره وويل: «اوسمهال لوړو زده کړو وزارت د کمیت پرځای کیفیت ته مخه کړې، چې له نیکمرغه په تېرو دوو کلونو کې زموږ ټولې پاليسۍ کیفیت محوره او د پوهنتونو اساسي اړتياو ته پاملرنه وه

د یاد سفر په جریان کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او مل پلاوي د بامیانو ولایت له يواځینۍ خصوصي تحصیلي موسسې بامیکا څخه هم لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر د بامیکا خصوصي تحصيلي موسسې رهبري ته لارښوونه وکړه، چې د علمي کادر غړو د جذب لایحې د تطبیق، د کیفیت د تضمين په پروسه کې د داخليدو او د استادانو د شغلي مصؤنیت په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د بامیانو والي ښاغلي زهیر له کابل څخه بامیانو ته د تللي پلاوي د درناوي په موخه یوه فرهنګي غونډه او میلمستیا چمتو کړې وه، چې د یاد ولایت یو شمېر ځوانانو او فرهنګپالو پکې د شعرونو په لوستلو او د محلي موسیقۍ په غږولو سره د ګډونوالو ادبي تنده خړوبه کړه.

ارزیابی موسسه تحصیلات عالی با میکا

باید وویل شي، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي بالاکرزي ولایتي سفرونه ادامه لري او راتلونکې اونۍ به د یوه بل ولایت د پوهنتونو وضعیت له نږدې وڅاري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS