د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ختیځ زون د سفر په دوام کې د لغمان پوهنتون څخه لیدنه وکړه او له محصلینو سره یې د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ختیځ زون د سفر په دوام کې د لغمان پوهنتون څخه لیدنه وکړه او له محصلینو سره یې د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، په داسې حال کې چې د دې وزارت د څارنې او ارزونې رئيس انجنیر سید اسماعیل روحاني، د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت، مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک او د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري یې ملتیا کوله، د لغمان پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون د تحصیلي چارو د ارزونې ترڅنګ یې د محصیلنو د تجربو او عملي کار لاسته راوړنې ولیدلې.
سرپرست وزیر همدارنګه د یاد پوهنتون محصلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل او دوی یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل. نوموړي محصلینو ته په خطاب کې وویل: «تاسو د هېواد د ابادۍ او پرمختګ سمبولونه یاست او لوړې زده کړې باید د دین او هېواد ساتنې او همدارنګه د مسلمانانو د خدمت په موخه ترسره کړئ.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه چې د هېواد هر ډول نوښت او ابتکار د لوړو زده کړو په اډانه کې رامنځ ته کېږي او په دې برخه کې له محصلینو او ځوانانو هیله لرو، چې د هېواد ابادۍ او پرمختګ په موخه له شته فرصتونو لازمه استفاده وکړي، ترڅو مو هېواد په دې برخه کې د نورو له احتیاج څخه خلاص شي.