د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خوست جهادي مدرسې له مسؤلینو او فاضلانو سره ناسته وکړه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم خوست ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د جهادي مدرسې له مسؤلینو او فاضلانو سره په ناسته کې وویل، چې جهادي مدرسې لوړ حیثیت لري او دغو مدرسو په افغانستان کې د جهاد مفکوره ژوندۍ ساتلې ده.
هغه زیاته کړه: «تر څو چې په موږ کې د جهاد مفکوره ژوندۍ وي، الله تعالی مو نه ناکاموي.»
سرپرست وزیر د یادې مدرسې فاضلان خپلو درسونو ته متوجه کړل او ورته ویې ویل چې تاسو باید له ځانه هوښیار او مفکر عالمان جوړ کړئ.
دغه راز نوموړي له فاضلانو وغوښتل چې له دنیا او منصب پرستۍ څخه ډډه وکړي او د خپل اسلامي نظام او امیر ملاتړ وکړي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۱۷ مه
۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۲۹مه
۲۰۲۴م، د اکتوبر۲۰ مه