د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت له کارکوونکو سره د کارونو د ښه والي او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه ناسته وکړه.
په همدې تړاو جوړه شوې ناسته، چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه پکې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د یاد وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې خپل کارونه په دقت او روڼتیا سره ترسره او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له اسانۍ څخه کار واخلي.
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د ملګرو ملتونو له لوري د ده پر سفرونو بندیز ته په اشارې سره وویل: «د یوه هېواد پرمختګ په لوړو زده کړو سره کېدای شي؛ خو بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې پرمختګ نه غواړي؛ ځکه خو نه خپله مرسته کوي او نه موږ ته اجازه راکوي، چې نور هېوادونه د افغانستان تحصیلي بنسټونو سره مرستې ته راوبلو.»
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې موږ د لوړو زده کړو د پرمخګ هوډ لرو او هڅه کوو چې له نړۍ سره یې سیالې کړو او د افغانستان اړتیاوو ته په کتو متخصص او علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړو.