د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره پرانیسته.

په یاده پرانیستغونډه کې د مهاجرینو سرپرست وزیر، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د تخصصاتو لوی ریاست رئیس، د تخصصاتو استادانو، فاضلانو، اداري کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل: «اسلامي حکومت مسؤلیت لري، چې د خپل رعیت ټولې دیني او دنیاوي اړتیاوې پورې کړي او دا کار یوازې د علمي مرکزونو په ځواکمنتیا او معیاري کول سره کېږي.»
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه مرکز کې به د هېواد مختلفو ادارو لپاره تکړه فاضلان وروزل شي.
همدارنګه د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني وویل، چې د ښوونځی او مدرسې تر منځ واټن راکمولو یوازینۍ لار د ټولنې فکري اصلاح ده او د دې لپاره یې پر نصاب کار کول یوه جدي اړتیا وبلله.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یادې ودانۍ د لګښت او ظرفیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دغو تعمیرونو په پرانیستلو سره به د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او تخصصاتو ریاست ټولې اړتیاوې پوره شي.
د تخصصاتو لوی ریاست رئیس شیخ عبدالمالک نیازي په وینا، د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعه د پنځو تخصصاتو په درلودلو سره ټولې علمي، تدریسي او د غوره چاپېریال اسانتیاوې لري، چې د هېواد لپاره به تکړه او متدین متخصصین وروزي.