د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو د ساینس پوهنځی د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراخیتا دویم دور کلسټر ګډونوالو ته وینا وکړه.

۱۴۴۴/۱/۲۳
۱۴۰۱/۵/۳۰
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل چې موږ د دیني او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د یوه ځواکمن، معیاري او افغاني ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویونکي تحصیلي نصاب لپاره کار کوو. دغه راز له مختلفو پوهنتونونو او ادارو څخه د ساینس پوهنځیو متخصصینو ته په خطاب کې یې وویل، چې موږ د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا ته ژمن یو او ستاسو لپاره د دې زمینه برابرو چې د هېواد تحصیلي نصاب معیاري او د هېواد د اړتیاوو پوره کولو جوګه یې وګرځوئ.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د تحصیلي نصاب پرمختګ او معیاري کول د هېواد د ځانبساینې په برخه کې مهم وبلل او د هېواد په پرمختګ کې یې د تحصیلي نصاب د ارزښت په اړه خبرې وکړې.
وروسته د تحصیلي نصاب د کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د یوه پرېزنټېشن په ترڅ کې د یاد کلسټر د کار بڼې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې دغه کلسټر د ساینس پوهنځی (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لپاره دایر شو، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.